ولسمشر غني، حسن روحاني ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې ده

افغان ولسمشر اشرف غني حسن روحاني ته په ټاکنو کې د دویم ځل بریا له امله مبارکي ویلې ده.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په کابل کې د ایران له سفیر سره تلیفوني خبرې کړې دي او هغه ته یې د ایران د بریالیو ټاکنو د تر سره کېدو مبارکي ویلې. خبرپاڼه زیاتوي، ولسمشر په دغه ټلیفوني اړیکه کې هیله څرګنده کړې چې د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکې پراخې او د روحاني د نوې دورې له پیل سره لا پياوړې شي.
ولسمشر غني، په چارو کې د حسن روحاني د بریا هیله څرګنده کړې او د ایران ملت ته یې مبارکي ویلې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.