ولسمشر غني تركيې ته لاړ

اذربایجانافغان ولسمشر  محمد اشرف غني چې پرون د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته تللى د دغه هيواد له سوداګرو غوښتي چې په افغانستان كې پانګونه وكړي. له ارګه ترلاسه شوي معلومات وايي چې ولسمشر غني له سوداګرو سره په كتنه كې ويلي چې په افغانستان کې په ډیرو بنسټیزو برخو لکه د انرژۍ، ساختمان، کرنې، د سمټو د تولید، مس، فولادو، ګازو او تیلو د استخراج او دې ته ورته نورو برخو کې د پانګونې ښه فرصتونه شته.

افغان ولسمشر اذرې سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د احتمالي ستونزو د مخنیوي په اړه له نړېوالو نهادونو سره په تماس کې دی او له هغوی څخه یې غوښتي چې احتمالات وارزوي او د پانګوالو لپاره د بیمې اسانتیاوې برابرې کړي.

سرچينه وايي اذري سوداګرو هم په افغانستان کې پانګوني ته د لېوالتیا په ښودلو سره ژمنه کړې چې په ټولو برخو کې شته فرصتونه به وارزوي. د افغانستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي  په دې  سفر کې ولسمشر له آذربايجاني چارواكو سره د كار او ټولنيزو چارو وزارتونو او ملي راديو تلويزيونو ترمنځ د همكارۍ دوه هوكړه ليكونه هم لاسليك كړي دي.

خبرځاى وايي چې یو یې د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ترمنځ د کاري فرصتونو، ټولنیز خوندیتوب او استخدام او دوهم د افغانستان او اذربایجان د ملي راډیو تلویزیونونو ترمنځ د همکارېو په اړه لاسليك شوي دي.

ولسمشر محمداشرف غني په آذربايجان كې د خپل سفر په پاى ته رسولو سره تركيې ته تللى او د دغه هيواد له چارواكو سره به كتنې ولري. د ولسمشر د تركيې د سفر په اړه تراوسه ډير جزيات نه دي وركړل شوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.