ولسمشر غني د ځوانانو له استازو سره په یوه غونډه کې ویلي: د هېواد دښمنان غواړي په افغانستان کې دوې سیاسي جغرافیې رامنځ ته کړي او د ملي وحدت حکومت له هغوی سره د خبرو میز ته کیني.
ولسمشر وویل؛ ددښمن دا توطیه ناکامه شوه او هیڅکله به هم داسې یو ارمان یې پوره نشي.
ولسمشر وايي: هېواد یې په یوه تحمیلي جګړه کې جنګیږي.
ښاغلي غنيدغه راز وویل: پخواني حکومت هیڅ دولتي قرارداد د قانون پراساس ندی ترسره کړی. نوموړي ددولتي ځمکو د غصب په برخه کې وویل، ۱۶۵۰۰ کسانو د افغانستان ملي دارایي چور کړې او حکومت هڅه کوي هرچا ته ځمکه ورسېږي.
هغه ټینګار وکړ چې د تحمیليجګړې په مقابل کې یې دولت ولاړ دی او د وطن دښمنان به کله هم دې شومې ګټې ته ونه رسېږي. د ځوانانو په غونډه کې ولسمشر په افغان ځوانانو غږ وکړ چې په افغانستان کې پاتې شي ځکه هیڅ بل هېواد ددوی د عزت ځای ندی. ((افغانانو ته د نړۍ ټولې دروازې تړلي، یواځېنۍ لاره دا ده چې خپل وطن جوړ کړي.))
داپه داسې حال کې ده، چې د بهرنیو چارو وزیر ویليپه اروپاکې د افغان کډوالو شمیر ۱۴۸ زره تنو ته رسېدلی او یوازې په المان کې ۸۰ زره کسان د قبلیدو انتظار باسي. ولسمشر د ځوانانو انتقادونو په ځواب کې وویل: ((منتخب ولسمشر لکه ګوډي پران داسې دی چې هرڅومره لوړ والوزي، تار یې له ولس سره وي)).
Leave a Reply