ولسمشر غني د ریاض په کنفرانس کې د ترګرو په اړوند سپينې خبرې کوي

د سعودي په پلازمینه ریاض کې نن د پنځوسو هېوادونو مشران له داعش او په افغانستان او پاکستان کې له سخت دریځۍ سره د مبارزې په اړه خبرې کوي.
په دغه غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ګډون لري. د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وايي، چې په دغه کنفرانس کې افغان ولسمشر د ترهګرو د مرکزونو او هغو ځایونو پتې په ډاګه کوي چې له هغه ځایه د افغان حکومت وسله وال مخالفین تجهیز او تمویل کېږي.
دده په وینا ولسمشر د ټولو هغو مرکزونو لېست له ځان سره لري چې هلته وسله وال فعال دي او د افغان حکومت پر ضد فعالیت کوي. ټرمپ هم په دغه کنفرانس کې ګډون کوي او د امریکايي چارواکو په وینا په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په دې برخه کې به د شته سخت دریځۍ او ترهګرۍ په اړه څرګندونې وکړي.
د ټرمپ د ادارې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې نوموړی هڅه کوي له ترهګرۍ سره په جدي توګه مبارزه وکړي او په افغانستان او پاکستان کې به شته ترهګر او سخت دریځي د ننني کنفرانس د بحث اصلي او مهمه موضوع وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.