ولسمشر غني د متحدو ايالتونو د ملي امنيت له سلاکار سره کتلي دي

ولسمشر محمداشرف غني په رياض کې د امريکا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت له سلاکار جنرال مک ماسټر سره کتلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا کتنه تېر ماښام د اسلامي – عربي هېوادونو د مشرانو د ناستې په څنډه کې په رياض کې شوې ده. سرچينې ويلي، په کتنه کې دواړو لوريو له ترهګرۍ او سختدريځۍ سره د مبارزې، په مختلفو برخو کې پر افغانستان کې د امريکا د همکاريو او يو شمېر نورو سيمه ييزو موضوعاتو خبرې شوې دي.
خبرپاڼه کاږي دواړو لوريو يو ځل بيا له ترهګرۍ سره پر ګډې او جدي مبارزې ټينګار وکړ. د سرچينې د معلوماتو له مخې ولسمشر غني او د امريکا د ملي امنيت سلاکار مک ماسټر د افغانستان – امريکا د اړيکو په پياوړتيا کې د دواړو هېوادونو د مشرانو رول مهم او ګټور بللی دی.
د متحدو ايالتونو د ملي امنيت سلاکار په دې ليدنه کې يو ځل بيا له افغانستان څخه د خپل هېواد د اوږدمهالي ملاتړ ژمنه کړې ده. د يادونې وړ ده، چې ولسمشر غني د شنبې په ورځ د رياض په ناسته کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته تللی و، چې هلته يې د امريکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره هم کتلي دي. ټرمپ په دې کنفرانس کې تر ګډون وروسته د اسرائيلو پلازمېنې تل ابيب ته رسيدلی، چې په هوايي ډګر کې يې د هرکلي لپاره شانداره مراسم جوړ شوي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.