جمهور رییس محمد اشرف غني د هند لومړي وزیر نریندرا موډي ته د هغه هېواد په ټاکنو کې د زیاتو رایو اخېستو او بري له امله مبارکې ورکړې ده.
ښاغلي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: افغان حکومت هیله لري چې له هند سره به یې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي او تر څنګ به یې سیمه کې هم د سولې او ثبات تامین ته زمینه برابره شي.
نریندرا موډي یو ځل بیا هند کې زیاتې رایې تر لاسه کړې او بیا ځل د یاد هېواد لومړی وزیر شو.
Leave a Reply