ولسمشر كاپيسا ته لاړ

محمد اشرف غنيولسمشر محمد اشرف غني نن كاپيسا ته لاړ. په دې سفر كې له هغه سره په يو شمير حكومتي چارواكو سربيره په ملي شورا كې د دغه ولايت يو شمير استازي هم ملتيا كوي.

ويل كيږي ولسمشر به په دغه ولايت كې له محلي چارواكو سره په كتنه سربيره د خلكو د ستونزو د اوريدو په موخه په يوه غونډه كې هم ګډون وكړي. په پام كې وه چې هغه پرون دغه ولايت ته سفر وكړي، خو د نامعلومو لاملونو له امله يې سفر ونه شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.