ولسمشر كندهار ته ځي

اشرف غنيولسمشر محمد اشرف غني به سبا كندهار ته لاړشي. يوه حكومتي سرچينه وايي چې په دغه سفر كې به ولسمشر سره د تركيې ولسمشر عبدالله ګل هم ملګرى وي. ولسمشر به په دغه سفر كې په  كندهار كې د تركيې قنسلګري هم پرانيزي.

په افغانستان كې د تركيې سفير تر دې وړاندې كندهار ته په خپل سفر كي ويلي وو چي تركيه غواړي كندهار ته مستقيمې الوتنې پيل كړي. د دغه سفر له پاره په كندهار كي كلك امنيتي تدابير نيول شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.