ولسمشر له خلیلزاد سره کتلي دي

ولسمشر له خلیلزاد سره کتلي دي

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې نهمه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن چهارشنبه ولسمشرۍ ماڼۍ کې له جمهور رییس غني سره کتلي دي.

کتنه کې د کابل لپاره د امریکا سفیر هم موجود و.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو سولې پروسه کې پر وروستیو پرمختګونو او تحولاتو خبرې کړې دی.

خبرپاڼه کاږي، خلیلزاد د سولې راتلونکو خبرو او بحثونو په اړه خپل مالومات ولسمشر غني ته وړاندې کړل.

زلمی خلیلزاد نن د قطر په سفر وتلی دی او هیله مندي يې ښودلې چې ممکن له طالبانو سره وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.