ولسمشر له خلیلزاد سره کتلي دي

ولسمشر له خلیلزاد سره کتلي دي

ولسمشر غني تېره شپه ارګ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

 

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني او خلیلزاد پر افغان سوله او راتلونکو پلانونو بحث کړی دی.

 

خبرپاڼه کې ویل شوي، خلیلزاد ولسمشر غ ني ته د افغان سولې د هڅو په خاطر پاکستان او اروپا ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه معلومات ورکړل او دغه راز یې د خپلو راتلونکو پلانونو جزئیات هم ورسره شریک کړل.

 

د ارګ په وینا، د ولسمشر او خلیلزاد بحث تر ډېره د بین الافغاني ډیالوګ پر پيل متمرکز و او دواړو لوریو په دې برخه کې د جرمني هیواد په رول خوښي وښوده او ژر تر ژره یې د بین الافغاني ډیالوګ د لومړني دور پیلولو هیله څرګنده کړه.

 

زلمی خلیلزاد تېره ورځ کابل ته راغی او له ولسمشر غني وروسته یې له مخکېني جمهور رییس حامد کرزي سره هم د سولې په تړاو بحث کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.