ولسمشر له خلیلزاد سره کتلي

ولسمشر له خلیلزاد سره کتلي

ولسمشر محمداشرف غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره تېره شپه په ارګ کې کتلي دي.
ډاکټر زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو، هند، چین او اماراتو ته د خپل سفر راپور او جزئیات وړاندې کړي او ویلي دي، چې د سیمې هېوادونو ته یې د سفر موخه د افغان سولې پروسې د پیلولو لپاره د سیمه ‏ییزې اجماع رامنځته کول وو او د کابل له سفر وروسته به دغو سفرونو ته دوام ورکوي.
په دې کتنه کې ولسمشر غني د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیلولو په خاطر د زلمي خلیلزاد هڅې ستایلي او ټینګار یې کړی، چې دننه افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره بشپړه اجماع موجوده ده.
دواړو غاړو د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې پر پیلولو ټینګار وکړ.
کتنه کې د ولسمشر لومړي مرستیال سترجنرال عبدالرشید دوستم، دویم مرستیال سرور دانش، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، طالبانو سره د حکومت د مذاکراتي ټیم غړو او ځینو ملي او سیاسي ګوندونو مشرانو هم حضور درلود.

Leave a Reply

Your email address will not be published.