ولسمشر له داعش سره د مبارزې په موخه مرسته جلبوي

اشرف غني او شټن کارټرولسمشر محمد اشرف غني غواړي له داعش څخه د یوې پروژې په توګه کار واخلي، هغه ډیر لېواله و چې نړیوال ومني چې په افغانستان کې داعش فعالیت کوي، ځکه هغه په دې پوهیږي چې القاعده او طالبان نور نو داسې څه نه دي چې نړیوال یې پروړاندې د مبارزې په موخه سرتیري او یا مالي مرسته افغانستان ته ورکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني په سویس کې د نړۍ په اقتصادي کنفرانس کې د خبرو په مهال ترهګري یو ګډ ګواښ بللی او له دغې پدیدې سره یې د ګډې مبارزې غوښتنه کړې ده. هغه وايي كه په دې برخه كې هڅې ګډې نه شي نو دا ګواښ به نورو هيوادونو ته هم سرايت وكړي. ولسمشر غني وايي له  ترهګري سره مبارزه لنډمهاله نه ده.

ولسمشر وايي:

(زمونږ وضعیت به بدتره شي، خو که د سیمې ټول هېوادونه درک کړي چې ترهګري یو ګډ ګواښ دی، او مونږ باید له یو او بل سره همکاري وکړو.  مونږ انعطاف منونکي خلک یو  او بریالي کیږو. افغانستان ممکن د داعش او نورو ډلو هدیره شي.)

بلخوا د امريكا متحده ايالات چې په دې وروستيو ورځو كې يې په افغانستان كې د داعش پرضد عملياتو امر وركړى هم ټينګار كوي چې د داعش پرخلاف به نه يوازې په سوريه او عراق كې بريدونه ډير كړي بلكې په افغانستان كې به هم دا ډله وځپي. د امريكا د دفاع وزير اشتون كارتر له سي ان ان سره په مركه كې ويلي چې د داعش پرضد مبارزه به پراخه كړي.

اشرف غنيهغه وايي: (مونږ زیاتې هڅې کوو، د دې لپاره چې مونږ ډیره اړتیا لرو او باید داعش مات کړو. زه ډاډه یم چې هغوي به مات کړو او غواړو دا کار چټک کړو. مونږ د زیاتو هڅو له پاره د فرصتونو په لټه کې یو.)

په همدې وخت كې د ناټو سرمنشي چې اوس په افغانستان له افغان ځواكونو څخه د غوڅ ملاتړ ماموريت پرمخ وړي وايي له افغان ځواكونو به خپلو مرستو ته دوام وركړي. د ناټو سرمنشي دغه راز یو ځل بیا له افغان ځواکونو څخه په ملاتړ ټینګار وکړ. د ناټو سرمنشي ينس ستولتنبرګ وايي په افغانستان كې يې جنګي ماموريت پاى ته ورساوه.

ستولتنبرګ وايي:  (مونږ اوس په افغانستان كې  دولس زره سرتیري   لرو چې افغان ځواکونو ته مشوره او زدکړه ورکړي، او له هغوي سره مرسته وکړي. غوره ده چې افغان امنیتي ځواکونه د هېواد امنیتي مسولیت په غاړه واخلي او مونږ ترې ملاتړ کوو.)

داسې ښكاري چې د داعش پرضد مبارزه كې د نړيوالو د مرستو را جلبولو په لاره كې د ولسمشر محمد اشرف غني هڅو او غوښتنو ښه پايله وركړې ده.

ولسمشر غني د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادې ناستې په څنډو کې د اروپایی ټولنې د بهرنۍ تګلارې له مشرې کاترین اشتون سره په كتنه كې هم  غوښتنه كړې چې د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې له افغان حکومت سره  همکاري وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.