ولسمشر له زلمي خلیلزاد سره وکتل

ولسمشر له زلمي خلیلزاد سره وکتل

ولسمشر محمداشرف غني نن مازدیګر د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

د ارګ خبرپاڼه کاږي، دواړو خواوو د وروستيو تحولاتو او د افغانستان په هکله د امریکامتحدو ایالتونو د جمهوررئیس د څرګندونو په اړه هراړخیز بحث کړ او لازمه وګڼل شوه چې ډاکټر زلمی خلیلزاد د څه مودې لپاره په کابل کې پاتې شي.

د خبرپاڼې په حواله، همدغه راز ډاکټر زلمي خلیلزاد د هیواد جمهوررئیس ته، سولې ته د رسېدو په برخه کې د خپلو وروستیو فعالیتونو او هڅو په اړه معلومات ورکړل

Leave a Reply

Your email address will not be published.