ولسمشر له زلمي خلیلزاد سره کتلي دي

ولسمشر له زلمي خلیلزاد سره کتلي دي

محور؛ دوه نۍ، د زمري میاشتې اوومه: د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دی.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد او غني د افغانستان د سولې په تړاو پر وروستیو پرمختګونو او د سولې مذاکراتو کې د حکومت تیاریو باندې بحث کړی دی.

خبرپاڼه کاږي، خلیلزاد ولسمشر غني ته د خپلو وروستیو هڅو مالومات ورکړي دي.

خلیلزاد ولسمشر غني سره تر لیدنې وړاندې د هېواد له یو شمېر سیاسیونو سره کتلي دي او پر روان وضعیت یې ورسره بحث کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.