ولسمشر له سیاسي او جهادي مشرانو سره کتلي دي

ولسمشر له سیاسي او جهادي مشرانو سره کتلي دي

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره کتلي دي.

 

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر نن له غرمې مخکې له مخکېني جمهوررئیس حامدکرزي، د هېواد جهادي شخصیت استاد عبدرب الرسول سیاف، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د سولې عالي شورا رئیس استاد محمدکریم خلیلي سره وکتل.

 

په دې کتنه کې یادو شخصیتونو د سولې په پروسه کې د جریانونو، اقشارو او نویو واقعیتونو څخه د غوره استازیتوب  په موخه خپلې مشورې وړاندې کړې دي.

 

دا مشورې په دې خاطر دي چې سولې ته د رسېدو لپاره متعددې هڅې  د واحد دریځ په توګه د خبرو اترو په بهیر بدلې شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.