ولسمشر: له لسیزو وروسته د سولې فرصت په لاس راغلی

ولسمشر: له لسیزو وروسته د سولې فرصت په لاس راغلی

ولسمشر وايي، هر سهار ۵ نیمې بجې چې د تلفاتو راپور ګورم، له زړه مې له خدای ج پرته نور هېڅوک نه وي خبر

ولسمشر محمد اشرف غني له فساد سره د مبارزې په اړه د اروپایي ټولنې پنځم کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، د سولې لار خنډونه او کپرک لري، خو موږ به پر دغه کپ رک تېرېږو او سولې ته به ځان رسوو.

هغه زیاته کړه چې د افغان حکومت تګلاره د سولې تګلاره ده او مونږ هېواد ته د سولې راتللو جدي هوډ لرو.

ولسمشر وویل چې مونږ پخوا هم د شخصي قربانیو په ورکولو سره دا وطن ساتلی او بیا به یې هم ساتو.

ولسمشر باور وښود چې افغانستان د هیلو نه، بلکې د واقعیتونو په نړۍ کې دی.

د هېواد ولسمشر وویل، د سولې پر وړاندې د هر خنډ پر وړاندې به ودرېږم.

ښاغلي غني زیاته کړه چې د سولې اراده باید په نیت بدله شي او مونږ له تېرو ۴۰ کلونو راهېسې د لومړي ځل لپاره اوربند اعلان کړ چې سولې ته زمونږ ژمنتیا ښکاره کوي.

هغه وویل، د سولې پروسه کې مونږ له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه امریکا سره همغږي یوو او مشترک هدف تعقیبوو.

هغه څرګنده کړه چې مشورتي لویه جرګه کې خلکو اوازې خپرولې چې حکومت دا غواړي، هغه غواړي، خو مونږ هېڅ شی هم ونه غوښتل، بلکې د جرګې غړو ته مو سپین چیک ورکړ او هغوی مونږ ته د سولې لار نقشه تعیین کړه.

ولسمشر وویل چې د سولې لپاره کورنۍ اجماع شته ده، سیمه ییزه او اسلامي اجماع به هم ژر جوړه شي.

هغه پاکستان ته د خپل سفر اړوند  وویل، د سولې مشورتي جرګې له مونږ وغوښتل چې له پاکستان سره باید نوی فصل پرانېستل شي، مونږ دغه کار وکړ، نیت کې پرمختګ شته دی خو عملي کولو ته لا هم په تمه یوو.

ولسمشر زیاته کړه چې همدا شېبه د سولې ده او د سولې تامین لپاره له برابر شوي فرصت باید ګټه پورته کړو.

د هېواد ولسمشر وویل، که د سولې لپاره شته فرصت له لاسه ووت، مسوولیت به یې ډېر لوی وي.

ښاغلي غني خبرداری ورکړ چې د سولې پروسه کې ورته شاتګ د منلو وړ نه دی، بلکې مونږ غواړو نور هم مخ پر وړاندې لاړ شو.

ولسمشر وویل چې د جګړې لوری افغان حکومت او طالبان دي او طالبان باید له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

هغه زیاته کړه، داسې ورځ به نه وي چې افغانستان کې میندې بورې نه شي.

ولسمشر وویل چې زمونږ په تاریخي هویت برید شوی و، ځینو فکر کاوه چې زمونږ دغه تاریخي هویت به له منځه یوسي، خو ارمان یې پوره نه شوي او دا  دی ملت ګوري چې مونږ تاریخي ماڼۍ بیا رغوو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.