ولسمشر له پامپیو سره په کومو موضوعاتو ټلفوني خبرې وکړې؟

ولسمشر له پامپیو سره په کومو موضوعاتو ټلفوني خبرې وکړې؟

محور؛ پنجشنبه، د اسد میاشتې درېیمه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې مایک پامپیوله ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټلفون له لارې پر سوله خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کاږي، دواړو لوریو په دې هم خبرې وکړې چې د تاوتریخوالي د پای لپاره باید د سولې خبرې نورې هم چټکې شي.

پامپیو ولسمشر غني ته څرګنده کړې چې د سویلي آسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ په تګلاره او له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو برخه کې هېڅ راز بدلون نه دی راغلی.

خبرپاڼه زیاتوي: مایک پامپیو ولسمشر ته ویلي چې امریکا زلمی خلیلزاد او جوزیف ډانفورډ ځکه افغانستان ته لېږلي چې د سولې په تړاو په راتلونکو اقداماتو خبرې وکړي.

ولسمشر هم د سولې برخه کې د امریکا هڅې ستایلې دي او ژمنه یې کړې چې افغانستان به له واشنګټن سره ګډ کار ته  دوام ورکړي.

خلیلزاد کابل ته د خپل سفر پر مهال ولسمشر غني سره کتلي دي او ولسمشر هم د لا زیاتو خبرو لپاره خلیلزاد د څوو ورځو لپاره کابل کې تم کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.