ولسمشر له ډانفورډ سره کتلي دي محور؛ ۵ شنبه، د اسد درېیمه: ولسمشر محمد اشرف غني نن مخکې له غرمې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال جوزیف ډانفورډ سره کتلي دي. له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو له ترهګرۍ سره پر مشترکې مبارزې ټینګار کړی دی. د ارګ خبرپاڼه کاږي، ولسمشر او ډانفورډ همدا راز د سولې په پروسې هم بحث وکړ. ولسمشر ویلي چې افغانستان له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی چې باید له دغې پدیدې سره مشترکه مبارزه وشي. ډانفورډ تر دې وړاندې ویلي و چې افغانستان ته يې د سفر موخه له ټاکنو وړاندې د دغه هېواد له وضعیت د جاج اخېستل دي. هغه ټینګار کړی چې د سولې پروسې له امله افغانستان کې د دوی جګړه ییز ماموریت کوم تغییر نه دی کړی.
Leave a Reply