ولسمشر محمد اشرف غني له وردكو بښنه وغوښته

وردگولسمشر محمد اشرف غني پرون ميدان ښار ته سفر وكړ او په هغه غونډه كې يې ګډون وكړ چې د دغه ولايت د خلكو، چارواكو او په سيد آباد كې د ملي اردو د سرتيرو په ډزو كې د اتو تنو وژل شويو د كورنيو غړو برخه اخيستې وه.

هغه په دې ولايت كې د امنيتي چارواكو سره تر يوې غونډې وروسته د خلكوغونډې ته په وينا كې وويل چې اخلاقي جرآت لري چې بښنه وغواړي او ټول د دغه ولايت د شهيدانو له كورنيو بښنه غواړي. كه څه هم تراوسه د دې پيښې د څيړنې په اړه د ټاكل شوي پلاوي د څيړنو پايله په رسمي توګه نه ده اعلام شوى، خو د ولسمشر له دې خبرو ښكاري چې څيړونكي پلاوي د ملي اردو سرتيري پړه بللي دي.

محمد اشرف غني وويل چې دا بښنه په دې مانا نه ده چې دوى به له قانون څخه تيښته كوي بلكې غواړي دا مسله په جدي او قانوني توګه و څيړي او هغو كسانو ته جزا وركړل شي چې په دې كار كې ګرم و پيژندل شي.

نوموړي وويل چې د افغانستان دښمنان غواړي افغانستان په بيلابيلو جغرافيو وويشي او دې كار ته د جنګ په ميدان كې نه كاميابيژي، نو غواړي له خلكو سره د دولتي ځواكونو واټن زيات كړي.

هغه ژمنه وكړه چې په دې ولايت كې به امنيتي ستونزې هم حل كړي، هغه ژمنه چې پخواني ولسمشر حامد كرزي هم كړې وه خو تر پايه يې عملي نه شو كړاى. وردګ چې د كابل _ كندهار په ستراتيژيكه لاره پروت دى په ميدان ښار او څو ولسواليو كې يې نسبې امنيت شته او په نورو ولسواليو كې يوازې په مركزونو كې امنيتي ځواكونه ځاى پرځاى دي.

د روانې میاشتې په ۱۳ نېټه د جمعې په ورځ د وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ د اوتړیو په کلي کې د ملي اردو د یوه توغول شوي توغندي له امله نهه ملکیان چې ماشومان هم په کې وو، ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.