ولسمشر محمد اشرف غني وایې: افغانان د پردۍ تحمیل شوې جګړې قرباني دي

افغان ولسمشر وايي، افغانان په پردۍ تحمیلي جګړه کې ګیر دي او دا جګړه خورا پېچلې ده.

ولسمشر اشرف غني چې نن یې په ارګ کې د ثور د اتمې په مناسب خبرې کولې ویلي، افغانان په یوه پردۍ جګړه کې راګیر دي، چې له پردیو پیسې اخلي، بې ګناه افغانان وژني، ټولګټې پروژې ورانوي، خپل هېواد نا امنه کوي، د خپل هېواد بنسټیزو پروژو ته زیان رسوي او د پردیو ګټې په خپل هېواد کې پالي.

دده په وینا دغو ډلو، وژنې د خپلې جګړې لپاره فلسفه او اساس ګرځولی دی. نوموړي په ښکاره د کومې ډلې نوم وا نه خیست خو زیاته یې کړه چې د افغانانو د قاتلینو پر وړاندې به تر وروستۍ شېبې مبارزه کوي. افغان ولسمشر همدا راز زیاته کړه، اوس هغه وخت تېر دی چې ځینې خلک به راپورته کېږي او د وسلې په زور به حکومت ګواښي.
ولسمشر اشرف غني همدا راز ژمنه کړې، چې په امنیتي او دفاعي ادارو کې به له فساد سره جدي مبارزه وکړي او مفسد چارواکي به د قانون منګولو ته وسپاري. دده په وینا فساد په هېواد کې جګړه پراخوي او هره ورځ د لسګونه افغانانو ژوند اخلي.
ولسمشر زیاته کړې چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به په خپل وخت تر سره کېږي او د ټاکنو کمیسیون په دې برخه کې پوره خپلواک دی. هغه د جګړې پر ښکیلو اړخونو غږ وکړ چې جګړه ودروي او نور د خپلو خلکو وینې تویونه بس کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.