ولسمشر: ملکي تلفات د زغملو نه  دي

ولسمشر: ملکي تلفات د زغملو نه  دي

ولسمشر محمد اشرف غني د  هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې ژوره خواشینې څرګنده کړې ده.

 

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ملکي وګړو تلفات غندلي دي او په دې اړه يې د څېړنو امر کړی دی.

 

خبرپاڼه کې راغلي، چې ملکي مرګ ژوبله په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده.

 

د خبرپاڼې پر بنسټ، ولسمشر امنیتي مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د پوځي عملیاتو پر مهال دې له زښته زیات دقت کار واخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.