ولسمشر نن ارګ کې د امریکا سفیر تر غرمې ایسار کړی و

ولسمشر نن ارګ کې د امریکا سفیر تر غرمې ایسار کړی و

تاند ته له ارګ څخه رسېدلي راپورونه وايي چې ولسمشر اشرف غني نن د ټرمپ په څرګندونو خورا غوسه ښکاره کړې او له بیګاه راهیسې پلان شوې ټولې لیدنې یې لغوه کړې دي.

سرچینه وايي، ولسمشر غني له سهار راهیسې په خبرو کې چغې وهلې او د امریکا سفیر جان بس یې په خورا غوسه خپل دفتر ته ورغوښتی او تر لسو بجو یې ایسار کړی و.

سرچینه وايي، ولسمشر له لسو بجو وروسته خپل خاص مشاور فاضل محمود فضلي او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم ورغوښتي او دویمه ناسته د غرمې تر دوه بجو روانه وه.

که څه هم په دې وروستیو کې امریکایانوو له محب سره یو ځای ناستو کې برخه اخیستلو نه ډډه کوله، خو سرچینه وايي، نن ولسمشر د امریکا سفیر په زوره د حمدالله محب او فاضل فضلي په موجودیت کې له ځان سره کېنولی و.

د تاند سرچینه زیاتوي، د افغان حکومت لخوا دریځ هم د فضلي لخوا لس بجې لیکل شوی او د امریکا سفیر ته ویل شوي، که امریکا نه غواړي له افغانستان سره د یو متحد په ډول پاتې شي نو  خپلې لارې سر له اوسه بیلولی شي.

راپور وايي، ولسمشر غني خپل شاوخوا نه ټول خلک ایسته کړي او د اګر لوی شمېر کارمندان یې کور ته رخصت کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار هم له دې ناستې څخه په راوتو ټویټ کړی و چې که نړیوال نه غواړي له افغانستان سره یو ځای په ملګرتیا ولاړ شي نو افغانانو ته خپلې ملي ګټې تر هرڅه مهمې دي او دوی خپله لار بېلولی شي.

ولسمشر له دریو بجو وروسته حامد کرزی هم خپل دفتر ته ورغوښتی او دا وار لیدنه کې یې د ولسمشر د اتاق شاوخوا ته یوازې دوه ګاردان لیدل شوي او نور هیچاته اجازه نه ده ورکړل شوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.