ولسمشر نن د افغانستان او انګلستان کرکټ لوبه له نږدې ګوري

ولسمشر نن د افغانستان او انګلستان کرکټ لوبه له نږدې ګوري

ولسمشر محمد اشرف غني چې لندن ته په رسمي سفر تللی دی، ټاکل شوې ده چې نن به د افغانستان او انګلستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ کېدونکې لوبه له نږدې ننداره کړي.

د افغانستان او انګلستان د کرکټ ټیمونو ترمنځ لوبه نن وروسته له غرمې ۲ بجې ترسره کېږي.

 

د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب په خپله  تازه مرکه کې ویلي، د دوی او انګلستان د لوبې لیدو ته د ولسمشر ورتګ به یې روحیه لا پیاوړې کړي او ښه لوبه به نندارې ته وړاندې کړي.

ارګ ماڼۍ د د ولسمشر غني د سفر د اجنډا په اړه ویلي چې له بریانوي چارواکو سره له لیدو کاتو تر څنګ د انګلستان پر وړاندې د افغانستان لوبه کتل هم د هغه د سفر یوه برخه ده.دا د نړیوالو اتلوالیو په چوکاټ کې د افغانستان پنځمه لوبه ده چې د انګلستان په مانچستر کې کیږي

دا لومړی ځل دی چې د هېواد ولسمشر په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبې لیدو ته ورځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.