ولسمشر: نه غواړم افغانستان د آسیا وچه کې یتیم پاتې شي

ولسمشر: نه غواړم افغانستان د آسیا وچه کې یتیم پاتې شي

ولسمشر  محمد اشرف غني نن د څارنې او انسجام ګډ بورډ په ۲۲ ناستې ته د وینا پر مهال ویلي، نه غواړي افغانستان د آسیا وچه کې یتیم و اوسي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړې، هیڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ نشي اخیستلای

ولسمشر څرګنده کړې چې د افغان ملت اووه میلیارده افغانۍ مې د دې لویې تاریخي پېښې یعنې ټاکنو او د هېواد د راتلونکي برخلیک ټاکلو ته ځانګړې کړې او دا لومړی ځل دی چې د ټاکنو ډېر لګښت موږ پخپله ورکوو.

هغه ویلي، د افغانستان نننی تصویر متفاوت دی او زموږ نننۍ ټولنه په حرکت او هوساینه کې ده. ورو او په تدبیر خپل تاریخي سمبولونه چې څو کاله وړاندې د ورانۍ او جګړې په بېلګو بدل شوي وو، آبادوو.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: زموږ په سیاسي ادبیاتو او سینه په سینه روایت کې دوه اصطلاحات د تل لپاره حک شوي دي؛ جمهوریت او وطنوالي. هیڅوک د جمهوریت او وطنوالۍ په محوریت کې د حقونو چتر له موږ نشي اخیستلای. دا هغه ارزښتونه دي چې زموږ زړور ځوانان ترې په ویاړ دفاع کوي او هیڅ سازش به دغه دوه اصلونه تر پښو لاندې نه کړي.

هغه وویل، افغانستان له هیچا او هیڅ بل ملت سره بنیادي جنجال نه لري. جنجال زموږ پر موقعیت دی. دغه موقعیت چې موږ لرو ورو، ورو یې په سیمه کې پر عوایدو لرونکې څلور لارې او لا زیاتو عوایدو بدلوو.

جمهوررئیس ټینګار وکړ چې هیڅ افغان نه غواړي بې وطنه شي او زیاته یې کړه: د بې وطنۍ او سرګردانۍ وخت تېر شوی دی. د خیرات ورکوونکو د دروازو شاته په کتار زموږ د ملت د درېدو وخت پایته رسېدلی او په بشپړ ډول باید پایته ورسېږي.

هغه زیاته کړه: د ګاونډیو د دروازو شاته په سپکاوي د انتظار وخت پایته رسېدلی او باید په بشپړ ډول پای ته ورسېږي. موږ یو وخت د افکارو او تمدنونو د وصل ځای وو او باید خپل دغه تاریخي حیثیت اعاده کړو.

جمهوررئیس څرګنده کړه، افغانستان باید د آسیا وچه کې یتیم ماشوم نه وي. دا ملت باید په نړۍ کې بېوزله او بې کسه نه وي. هیڅکله نه! هغه هېواد چې هر څه لري باید له هیڅ ونه وېرېږي. موږ سولې او پیوستون ته اړتیا لرو.

جمهوررئیس وویل، موږ له اقتصادي لیدلوري د لاس او خولې مرحلې ته رسېدلي یوو. افغانستان د صعود په حال کې دی، نه د سقوط. څو کاله نور اړتیا لرو چې د هېواد عواید او مصارف مساوي کړو.

جمهوررئیس زیاته کړه: موږ نن له ترهګرۍ، داعشي او تکفیري افراطیت سره د مبارزې لومړۍ کرښه یوو. د افغانستان دولت د نړۍ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو اساسي شریک دی، دغه مشارکت ډېر ارزښتناک او ډېر بامفهومه دی او د خیرات پر بنسټ نه دی.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې د نړیوالې ټولنې له همکاریو په مننې وویل، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په توګه، هغه هېواد چې مسؤولانه خپل نړیوال او ملي رول ترسره کوي، د افغانستان خلکو ته زما پیغام د سولې او پرمختګ او نړۍ ته د مننې پیغام دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.