ولسمشر: هېڅوک مونږ له خپل هویت ” افغانیت ” څخه نه شي غورځولی

ولسمشر: هېڅوک مونږ له خپل هویت ” افغانیت ” څخه نه شي غورځولی

محور؛ جمعه، د اسد څلورمه: ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د کونړ، لغمان او نورستان ولایت له یو شمېر اوسېدونکو سره د لیدنې پر مهال ویلي، هېڅوک له مونږ څخه خپل هویت نه شي اخېستلی.

ولسمشر ټینګار کړی چې له هېڅ ګاونډي سره ستونزه نه لري، خو چمتو دی چې د سولې برخه کې ورسره هر راز همغږي ولري.

هغه څرګنده کړې چې جمهوري ریاست ټاکنې به ضرور کېږي او مونږ له هر ډول درغلیو پاکې او شفافې ټاکنې غواړو.

ولسمشر زیاته کړې: د کونړ ولایت د لرګیو قاچاق مخنیوی ې کړی دی او دا دی افغانان یې ګوري چې د دارالامان مان او پغان ماڼیو کې د کونړ ولایت له لرګیو استفاده شوې ده.

د هیواد جمهوررئیس وویل، نورستان چې تر دې وړاندې یې حتی ولسوالۍ سره وصل نه وې، له دې وروسته نورستان وصلېږي او ابادېږي. هغه زیاته کړه، شپږ کاله مخکې د نورستان مرکز پارون کې له څو ودانیو پرته بل څه نه وو، مګر د پارون اساس به داسې کېښودل شي چې خلک یې نندارې ته راشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.