ولسمشر وايي افغانستان به هميشه د نورو د اوږو بار نه وي

اشرف غنيافغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان څخه د شوروي ځواكونو د وتلو د اوه ويشتمه كليزې په لمانځنغونډه كې ګډون وكړ. ولمسشر دغه غونډې ته په وينا كې له وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته کښیني.

ولسمشر وويل افغانستان به ډير ژر د سولې او ثبات خاوند او د بهر د اوږو بار به نه وي. ده وویل ډير ژر به د سولې د عالي شورا په رهبرۍ کې جهادي شخصیتونه وګوماري. نوموړي دغه راز په وسلوالو مخالفینو غږ وکړو چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

اجرايي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله یو ځل بیا ټینګار وکړ چې مجاهدین باید د هغه په وینا د ترهګرو سره په مبارزه کې ورګډ شي. ده زیاته کړه افغان امنیتي ځواکونه او وسلوال مخالفین باید له خپلو لیکو کم عمره هلکان وباسي. دی وايي چې افغانستان سختې ورځې په مخ کې لري.

حضرت صبغت الله مجددي بیا له افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه د هغو خبرو له کبله بښنه وغوښته چې د دغه په اړه يې كړې وې. هغه  ویلي وو چې ولسمشر د حکومت کولو تجربه نلري او په وینا يې چې له لنډغرو مشورې اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.