ولسمشر وايي د افغانستان اوبه بايد كنترول شي

كرنې او مالدارۍ وزیرښايي افغانستان يوازينى هيواد وي چې ډيرې او به يې ګاونډيو هيوادونو ته وړيا وزي او په هيواد كې ترې هيڅ استفاده نه كيږي. اوس چې د افغانستان دولت هڅه كوي د هيواد كرنيز سكتور په وده كې مهم پلانونه عملي كړي نو د اوبو په مهارولو كې هڅې وكړي.

د كرنې او مالدارۍ وزارت په همدې موخه په كابل كې د کرنیزې پراختیا د دودولو څلورم ملي کنفرانس رابللى و. ولسمشر محمد اشرف غني دغه كنفرانس ته د وينا پرمهال ټينګار وكړ چې د هيواد اوبه به كنترول كړي.

هغه وويل افغانستان احمق پولي وركوي ځكه چې اوبه يې د نورو هيوادونو په واك كې وركړې. هغه وويل: (زموږ اوبه باید مهار شي  او زموږ په اختیار کې راوستل شي. موږ به د اوبو یوویشت بندونه جوړ کړو . زه ژمنه کوم چې اوبه به مهار کړم.)

ولسمشر غنيولسمشر د ځمكو غصب هم يوه بنسټيزه ستونزه ياده كړه او ټينګار يې وكړ چې ټولو واليانو ته يې لارښوونه كړې چې غصب شوې ځمكې خلاصې او بيرته وسپارل شي. نوموړى وايي د خلكو ځمكې بايد له غصب خوندي وي.

څوک چې ځمکه لري باید پوه شي چې جایداد يي مصون دی، زور واکان او چارواکي نه شي کولی چې د ځمکو د څښتن ځمکه له خطر سره مخا مخ کړي.

ولسمشر د ثبات د ټینګښت لپاره کرنه مهمه ګڼي او وایی چې له کرنې پرته ثبات نه راځي. هغه وایی چې د افغانستان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي بهیرونه ټول په کرنې تړلي دي. ولسمشرغني وايي په سلو کې دري دیرش ځمکه له کښت پاتي ده او داد هیواد لپاره یو ناورین دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.