ولسمشر وايي د جګړې نوښت وسله والو اخيستى

د افغانستان د ملي شورا شپږم كالد افغانستان د ملي شورا شپږم كال (امتيازي كال) نن د ولسمشسر محمد اشرف غني له خوا پرانيستل شو. ولسمشر په خپلو خبرو كې ۱۳۹۴ كال د افغانستان له پاره برخليك ټاكونكى كال وباله. ولسمشر اعتراف وكړ چې د دغه كال په وروستيو شپږو مياشتو كې د جګړې نوښت وسله والو اخيستى دى.

هغه يوځل بيا له طالبانو وغوښتل چې سولې ته راشي. محمد اشرف غني وويل  چې طالبان دوې لارې لري يا به سوله كوي او د خپل ولس په څنګ كې به پاتې كيږي او يا به جګړې ته  ځي او د افغانستان د خلكو له دښمنانو سره به يوځاى كيږي.

هغه وويل چې هم له پاكستان سره سوله كوي او هم له طالبانو د ګلبدين حكمتيار سره. هغه خلكو ته ډاډ وركړ چې په دې بهير كې به په هيڅ څه معامله ونه شي او په هرڅه به يې خلك خبر وي.

ولسمشر غني ټينګار وكړ چې د هغو ډلو پروړاندې به مقاومت وكړي چې غواړي په افغانانو جنګ وزغمي.

هغه القاعده، داعش، د منځني ختيځ تندلاري او د پاكستاني طالبانو ډله د افغانستان اصلي مخالفين ياد كړل. هغه ۱۳۹۴ كال د افغانستان له پاره برخليك ټاكونكى كال و.  ولسمشر وويل د دغه كال په لومړيو څلورو مياشتو كې د جنګ نوښت له افغان ځواكونو او په وروستيو شپږو مياشتو كې له وسله والو مخالفينو سره و.

د ولسمشر د څرګندونو له مخې په دغه كال كې ۶۴ زره پوځي عمليات شوي او ۴۴ زره ځوانان امنيتي ځواكونو ته جذب شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.