ولسمشر وایی داعش له وژل کیدو پرته بله لاره نه لري

12552716_595886587226568_5857887940302763077_nننګرهار د ولسمشر محمد اشرف غني پروړاندې یوه ننګونه، هلته چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي فرمان لاهم د یوه کاغذ په بڼه پاتې او عملي نه شو. هلته چې زرګونه جریبه دولتي ځمکې غصب شوې، وسله والو او طالب سیالیو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او لاهم زورواکان لومړی خبره کوي .

ولسمشر نن سهار په جلال آباد ښار کې د ننګرهار، کونړ، نورستان او  لغمان له قومي مشرانو او چارواکو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د داعش پروړاندې د دوی دریځ روښانه دی، هغه وویل د داعش پرضد مبارزه کوي، له طالبانو سره سوله کوي، خو سوله د اساسي قانون پرسر کومه معامله نه ده.

ولسمشر وویل له وسله والو طالبانو سره سوله پر اساسي قانون، خپلواکۍ او د ښځو پرحقونو معامله نه ده او د زور له لارې به هیڅکله خبرو ته حاضر نه شی، خو دهغو افغان طالبانو مشروع غوښتنې مني چې له جګړې لاس اخلي.

ولسمشر په ننګرهار کې د داعش د ځپلو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې داعش په افغانستان کې ځای نه لري اوافغان حکومت به له ټول ځواک څخه په استفادې داعش وځپي.

نوموړي سیمه ایزو امنیتي مسولینو ته دنده ورکړه چې دوسله والو مخالیفنو پرضد پاڅون کوونکي د سیمه ایزو پولیسو په چوکاټ کې ځای پرځای کړی او  دولس پرملاتړ وسله وال وځپي. د خلکو په استازیتوب  د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري وويل: ننګرهار ولسونه د دې نظام تقويه غواړي او د خپل دولت او امنيتي ځواکونو بشپړ ملاتړ کوي. نوموړي د ولسمشر څخه وغوښتل، چې په ادارو کې د اصلاح په موخه تغيرات راوړي،د داعش ځپلو په موخه شينوارو په ولسواليو کې ځانګړي عمليات پيل کړي، ولسي پاڅون کوونکي او سیمه ییز پولیس لا تجهيز کړي.

زمري زیاته کړه د  قاسم اباد، سیاه سنګ، پوليسو او د ښوونکو ښارګوټو غصب شوې ځمکې دې د غاصبينو څخه ژر تر ژره خلاصې شي هغه وویل د کانال پروژې غصب شوې ځمکې دې بېرته خلاصې شي. ولسمشر د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان له چارواکو سره تر جلا جلا ناستو وروسته د ټولو په عمومي غونډه کې وویل چې له شینوارو وغوښتل چې د ملي اردو په لیکو کې ځای پرځای شی .

هغه وویل: (د خپل حکومت سره يو شي او د امنيت په تامين کې د امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه برخه واخلی ،زمونږ شرعي او نافذه قوانينو کې صحرايي محکمه نشته او هيچا ته به اجازه ور نه کړي، چې پرته د محکمې له پريکړې انسانان ووژني.)

1425785_874764455972324_5026256157518671900_nنوموړي ډاډ ورکړ، چې د کونړ په سيند به د برېښنا بندونه جوړ او همدا رنګه د کابل پر سيند يې څېړنه پيل کړې، چې په بېلابېلو ځايونو کې به پرې د برېښنا بندونه جوړ کړي. ولسمشر وویل په روان کال کې به په ټول هېواد کې شپږ ویشت د برېښنا بندونو د جوړولو لپاره زمینې برابرې کړي او د کجکي، بخش اباد او سلما بندونو پاتې چارې به هم بشپړې کړې. محمد اشرف غني ژمنه وکړه، چې افغانستان به د وارداتو د مرکز څخه د صادراتو په مرکز بدل کړي او په دغه هېواد کې به للمو ځمکو خړوبولو ته لازمې لارې چارې ولټوي.

ولسمشر د ننګرهار امنيې قوماندان فضل احمد شېرزاد ته امر وکړ، چې د غاصبينو لیست ترتيب او ټول غاصبين د قانون منګولو ته وسپاري.ولسمشر ملي اردو قوماندان ته امر وکړ، چې د غاصبينو د نيولو په برخه کې د پولیسو ملاتړ وکړي. ولسمشر د غازي امان الله خان په مزار هم د ګلو ګیډې کیښوده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.