ولسمشر ولس ته! تاسو داعشي افکار افشا کړئ مونږ به پرې رحم ونه کړو

ولسمشر ولس ته! تاسو داعشي افکار افشا کړئ مونږ به پرې رحم ونه کړو

ولسمشر ولس ته! تاسو داعشي افکار افشا کړئ مونږ به پرې رحم ونه کړو

محور؛ دوشنبه، د زمري میاشتې ۲۸ مه:

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلواکۍ سلمې کالیزې نمانځلو په مناسبت چې دارالامان ماڼۍ کې يې وینا کوله وویل، د داعش افکار باید افشا شي.

هغه څرګنده کړه، له ټول ولس څخه غواړم که ستاسو په کور، کلي، ناحیه، ګذر د کار په محیط او اداره کې د داعشي افکارو عناصر موجود وي، نو افشا یې کړئ.

ولسمشر خبرداری ورکړی دی، چې د داعشي افکارو افشا کېدو کې د امنیتي او کشفي ارګانونو تعلل او غفلت د منلو نه دی. د افشاګرۍ هره قضیه باید جدي تع نوموړي ټینګار کړی چې زموږ د آزادۍ او خپلواکۍ دښمن، زموږ د خلکو دښمن او د دې خاورې دښمن دا جشن او دا خوشالي نشوای لیدلی، دا دښمن زموږ د زړورو وسله والو ځواکونو سره مقابله نشي کولی، دوی زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له برکته په هیڅ ډول زموږ د دغې خوشالۍ مخه نشوای نیولی.

ولسمشر د وړمې ورځې برید ته په اشارې وویل، له بده مرغه زموږ د وطن دښمن دومره نامرده، دومره بې غیرته او دومره ذلیل او پریوتی دی چې د واده په مراسمو یې تروریستي برید وکړ. یو کاملا ملکي ځای یې په نښه کړ، ماشومان او ښځې یې په نښه کړې او په ډېر وحشیانه ډول یې زموږ ښاریان په وینو ولمبول.

ښاغلي غني خبرداری ورکړ چې د وړمې ورځې برید او ورته نورو بریدونو غچ به هرو مرو اخلي او داعش ډله یې لکه څنګه چې ختیځ کې وځپله، همداسې به یې شمال او مرکز کې هم ځپي.

ولسمشر طالبانو ته د پېغور په ډول وویل، که تاسو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره کوئ، نو ولې خپلواکي ردوئ؟

ولسمشر طالبانو ته خطاب کې وویل، که افغان یې د افغان په وینه ودرېږه کنه موږ سره په دې خاوره کې شریک نه یې.

د هېواد جمهور رییس وویل، د غچ اخیستو له ارادې سره په ولس کې خوځښت او حرکت راځي، موږ ټول په قوت سره کار کوو، موږ ټول بشپړ تعهد لرو او اراده لرو او تصمیم نیسو چې د ولسواکۍ دغه حرکت به د تروریزم په ضد، په یو ملي خوځښت بدلېږي.

د هغه په خبره، دښمن غواړي زموږ ملي بیرغ تور کړي، موږ د خپل درې رنګه بیرغ او ملي سمبول د استحکام څخه په پوره قوت دفاع کوو.

هغه څرګنده کړې، تېرو کلونو کې د طالبانو او د مختلفو تروریستي ډلو اکثریت مشران د ډيورنډ کرښې په شرقي او جنوبي څنډو کې وژل شوي دي. دا زموږ ادعا ثابتوي چې د جنګ منشا او ځالې د ډیورنډ کرښې هاغه خواته دي.

ولسمشر غني وویل، د ډیورنډ کرښې په هغې غاړې ولس غږ کوم چې، د هر میکانیزم له لارې چې دوی کولای شي په سیمه کې د تاوتریخوالي د تولید مرکزونه، ادرسونه او د روزنې مرکزونه په نښه کړي او ټولې نړۍ ته یې افشا کړي. ترڅو زمونږ له دغې برحقه داعېی ټوله نړۍ خبره شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.