ولسمشر محمد اشرف غني له ملي ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې ویلي چې د سولې بهیر د بري لپاره یې د یوې سلسلې په ایجاد کار پیل کړی دی.
هغه ویلي اوس د سیاسي حل وخت رارسېدلی دی او طالبان باید له دغه فرصت ګټه پورته کړي، خو که طالبانو دغه فرصت هم له لاسه ورکړ همدا ډله به ګرمه وي.
ولسمشر د پاکستان او افغانستان اړیکو ته په اشارې ټینګار کړی چې اسلام آباد باید د مشترکو ګټو او امنیت په تعریف له سره غور وکړي، ځکه با ثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی.
نوموړي انګلستان ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی او ویلي چې انګلستان ورسره ژمنه کړې چې افغانستان کې به د پولیسو یوه مجهزه اکاډمي جوړوي او تر څنګ يې د هغو پیسو د مرستو ژمنه يې چې تازه کړې ده، ډېره برخه به یې هېواد کې د اوبو په مدیریت ولګول شي.
Leave a Reply