ولسمشر پاکستان ته ورسېد

ولسمشر پاکستان ته ورسېد

ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ورسېد.

پاکستان ته په خپل سفر کې به ولسمشر غني له پاکستانیو چارواکو سره پر سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ، امنیت او سولې بهیر خبرې او بحثونه ولري.

ولسمشر تر دې وړاندې هیله مندي ښوولې وه چې پاکستان به دا ځل له افغانستان سره خپلې کړې ژمنې عملي کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم له پاکستان غوښتي چې افغان سوله کې مرسته وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.