ولسمشر: پر جمهوریت معامله نه کوو او زورواکي له قاموس ختموم

ولسمشر: پر جمهوریت معامله نه کوو او زورواکي له قاموس ختموم

محور؛ دوشنبه، د زمري میاشتې ۱۴ مه: ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د خپلې درېیمې سترې کمپایني غونډې پر مهال ویلي، پر جمهوریت به هېڅکله هم معامله ونه کړي.

هغه څرګنده کړې:

” موږ په قاطعیت د راتلونکي نسل لپاره کار کوو او د دولت ساز ټیم په قاطعیت باندې شک مه لرئ. تېرو پنځه کلونو کې میرمنې له حاشيې څخه عمل ته راغلې او تصمیم نیووکو ډلو کې دي.”

ولسمشر یو ځل بیا د جمهوري نظام بر خوندیتوب ټينګار کړی دی

نوموړي ویلي:

“زموږ ټیم د جمهوریت ټیم دی، موږ له جمهوریت پرته بل څه نه منو، د جمهوریت لپاره قرباني ورکوو.”

ولسمشر غنِ هغه اوازې هم رد کړي چې ګواکې  دغه ټیم به وپاشل شي.

ولسمشر ټینګار کړی:

” زموږ ټیم د پاشل کیدو ټیم نه دی او موږ به د خلکو په اراده جمهوریت خوندي کړو.ټاکنې د قدرت په تقسیم نه دي او دا ټاکنې د جمهوریت د ساتنې لپاره دي.د نامسووله وسله والو او جنګسالارانو کلمه به له خپل قاموس څخه وباسو.”

ښاغلي غني سیال ټیمونه هم ننګولي چې سیالۍ ته دې ور ودانګي.

هغه ویلي:

” که سیال ټيمونه برنامې نه لري، کولی شي، زموږ برنامې کاپي کړي او بیا یې خلکو ته وړاندې کړي.د ښځو په وزارت به جدي تمرکز کیږي، یا به کلیدي وزارت کیږي او یا به لغوه کیږي.”

ولسمشر ټینګار کړی چې د نشه یي توکو پر ضد به جدي مبارزه کوي.

 “زموږ ژمنه دا ده چې د نشه‌يي توکو پرضد مبارزه کې جدي کار کوو چې کورنۍ مصوونې شي.اساسي خوندیتوب چې ښځې یې غواړي امنیت دی، موږ د یوې داسې سولې په لټه کې یو چې پایداره او ټولو افغانانو ته د منلو وي.”

د هېواد ولسمشر یو ځل بیا د موقت حکومت پر وړاندې غبرګون ښودلی.

هغه ویلي:

” لنډ مهالي حکومت شعارونه د څه لپاره دي، راشې ټاکنیزې سیالۍ وکړئ، که بګیل شوي یاست خلکو ته ځواب ورکړئ، دا ګز دا میدان، موږ په جمهوریت ولاړ یو.هغوی چې درته وایي ټاکنې نه کیږي، ورته ووايي چې سل سلنه ټاکنې کیږي او دا ملي اراده ده.”

Leave a Reply

Your email address will not be published.