ولسمشر په رسمي سفر سعودي عربستان ته ولاړ

ولسمشر په رسمي سفر سعودي عربستان ته ولاړ

محور؛ شنبه، د وږی میاشتې ۲ مه:

ولسمشر محمداشرف غني د لوړپوړي دولتي  پلاوي په مشرۍ نن ماسپښین د رسمي سفر په موخه سعودي عربستان ته تللی دی.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني سعودي به عربستان ته د خپل سفر په لړکې د الحرمین الشریفین له خادم اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره جلا جلا کتنې ولري.

ارګ نه دي ویلي چې ولسمشر به د سعودي له چارواکو سره پر کومو موضوعاتو بحث وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.