ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار په یو رسمي سفر د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر به ابوظبۍ ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له امیر او ولیعهد شېخ محمد بین زاید آن نهیان سره وګوري.
اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې ولسمشر به دغه هېواد ته د خپل سفر پر مهال فرهنګي، روزش، کانونو، انرژۍ او کرنې برخو کې د همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړي.
متحده عربي امارات له تېرې یوې نیمې لسیزې راهېسې له افغانستان سره لوی مرسته کوونکی هېواد پاتې شوی دی.
د ولسمشر سفر ته خوشبیني شته چې لاسلیک کېدونکې هوکړې به ګټورې تمامې شي.
Leave a Reply