ولسمشر: چابهار بندر باید د سیمې د پرمختګ لامل شي

ولسمشر: چابهار بندر باید د سیمې د پرمختګ لامل شي

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې نهمه: ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د انرژۍ له وزیر رضا اردکانیان سره کتلي دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني اردکانیان سره کتنه کې ټینګار کړی چې چابهار بندر باید د سوداګریز او ترانزیټي بندر په توګه د دواړو هېوادونو او سیمې د پرمختګ او انګشاف لامل وګرځي.

هغه زیاته کړې، په سیمه کې له طبیعي انرژۍ څخه د استفادې لپاره باید زموږ اجنډا د مناسبو تګلارو پر اساس وي.

بلخوا رضا اردکانیان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د یادونې ترڅنګ وویل، ایران او افغانستان په سیمه کې د بادي او لمریزې انرژۍ د تولیدښه ظرفیتونه لري او دغه هېواد چمتو دی چې په دې برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.