ولسمشر: چا چې د لوی کندهار بچیان بېسواده ساتلي، هېواد سره يې جفا کړې

ولسمشر: چا چې د لوی کندهار بچیان بېسواده ساتلي، هېواد سره يې جفا کړې

 

ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د لوی کندهار ځوانانو سره کتلي دي.

د لوی کندهار ځوانانو د زورواکو پر وړاندې د جمهوررئیس د پرېکنده دریځ، نسلي تغیر او اصلاحاتو بهیر ملاتړ وکړ او د اوبو د مهارولو، سولې، انکشاف، ترانزیت، اقتصاد او سوداګرۍ د ودې په برخه کې یې د جمهوررئیس غني د برنامو، لاسته راوړنو او پرمختګونو قدرداني وکړه.

یادو ویناوالو د سړو خونو، کرنیزو توکو ته د بازار موندنې، د کرنې د ودې، امنیت، روغتیا، معارف، متوازن انکشاف، د نشه یي توکو د مخنیوي، برېښنا، صنعت، زابل هوایي ډګر، صنعتي پارک او بندونو جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.  دوی په ټینګار سره وویل، د نظام د ملاتړ لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یوو، سوله غواړو، خو د سولې په نوم د ارزښتونو قرباني کول نه غواړو.

د لوی کندهار ځوانانو د هیواد لومړۍ مېرمن ته د لوپټې ورکولو پرمهال جمهوررئیس غني ته وړاندیز کړی چې د ملکه ثریا په نوم یو مډال جوړ او د مستحقو مېرمنو د خدمتونو د قدرونې په موخه یې د هیواد لومړۍ مېرمن ته په اختیار کې ورکړي.

همدارنګه ځوانانو جمهوررئیس څخه د ارزګان دخاورې، د زابل د بادامو، د کندهارد غنمو او د هلمند د اوبو  د ډالۍ په  بدل کې د یادو ولایتونو د ستونزو پر حل، اقتصادي او هر اړخیزې ودې ته پر ځانګړې پاملرنې ټينګار وکړ.

ولسمشر هغوی ته په خطاب کې ویلي: تاسو لویه بشري پانګه یاست او ستاسو په پوهه او مټو به دا وطن ابادېږي. هغه زیاته کړه، چې دوه جلا کمېسیونونه دې په دوه اونیو کې د لوی کندهار د معارف او روغتیایي ستونزو د حل لپاره عملي وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

جمهوررئیس وویل، هر چا چې د لوی کندهار بچیان بېسواده ساتلي ، دا یې له وطن سره لویه جفا ده، موږ  ژر تر ژره په تېرو کلونو کې له لوی کندهار سره د دغه شوي ظلم جبران غواړو.

جمهوررئیس وویل، ولس په خوځښت راولئ چې د خپلو سیمو د امنیت د تامین لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي. هغه زیاته کړه، دا ډېر غیرتي ولس دی او هر څوک چې په کمه ورته ګوري، هغه زما دښمن دی.

جمهوررئیس غني وویل، ترکمنستان سره موافقې ته رسېدلي یوو چې د برېښنا او اورګاډي پټلۍ په بدل کې به د افغانستان قېمتي ډبرې او نور صادرات ورکوو، له دې وروسته د نغدو پیسو پرځای د جنس په مقابل کې جنس ورکوو او په دوه کالو کې باید د افغانستان عادي بودجه له خپلو عوایدو پوره کړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.