ولسمشر کندهار کې د ۳۰ میګاواټه لمریزې تولیدي برېښنا دوه پروژې پرانېستې

ولسمشر کندهار کې د ۳۰ میګاواټه لمریزې تولیدي برېښنا دوه پروژې پرانېستې

ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ولایت کې د ۳۰ میګاواټه لمریزې تولیدي برښنا دوه پروژې، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېستلې.

 

د عامه او خصوصي مشارکت له خوا د کندهار د ۳۰ میګاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا د یادو پروژو چارې د ۱۵ میګاواټه یې د زولرستان شرکت او د ۱۵ میګاواټه بله پروژه د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له خوا ترسره شوي دي.

 

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ۱۵ میګاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا د یوې پروژې د جوړیدو چارې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د جنورۍ په ۱۵ د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له خوا د تړون سره سم پیل شوې وي چې د روان کال د روژې میاشتي په لومړۍ ورځ د ټسټ په شکل چالان او نن عملاً پرانېستل شوه.

 

دغه راز د زولرستان شرکت له خوا د ۱۵ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې د جوړیدو چارې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د جون ۱۵ د تړون سره سم د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پیل شوې وي، اوس ددې پروژې د ټسټ او کمیشننګ چارې رواني دي او په راتلونکو څو اونیو کې به یې برښنا د کندهار د برښنا شبکه کې داخله شي، هم د پرانیستل شول.

 

په پورته دواړو پروژو باندې په تولیزه توګه ۳۹ میلیون ډالره لګښت راغلی چې ۱۴ میلیونه یې په سب سایډي توګه د افغانستان حکومت)مالیی وزارت( او ۲۵ میلیونه یې د پورته ذکر شویو پانګوونکو شرکتونو له خوا د عامه او خصوصي مشارکت په توګه لګول شوې دي.

 

د یادولو وړ ده چې د تولیدي لمریزې برښنا، یادې دستګاوې د برښنا د ریزرف کومه سرچینه نه لري، یوازې د ورځې په لړ کې به برښنا تولیدوی، چې صنعتي فابریکو، سوداګرویزو ځایونو او رهایشي کورنو ته به برښنا ورکوي.

 

دغه راز د کندهار له میوند ولسوالۍ څخه د لښکرګاه تر دوراهي پورې د ۳۱ کیلو مترو په اوږدوالي د برښنا غځول شوي مزي او د کندهار په میوند او پشمول ولسوالۍ کې دوه سب ستیشنونه چې د امریکا د متحده ایالاتونو د اردو د انجنیري ټیم په مالي مرسته جوړ شوې دي هم پرانیستل شول.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.