ولسمشر: کندهار کې ناامني د زغم وړ نه ده

ولسمشر: کندهار کې ناامني د زغم وړ نه ده

ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د هغه ولایت له  امنیتي چارواکو سره کتلي دي.

د کندهار ولایت امنیتي چارواکو ولسمشر ته د امنیتی  وضعیت په تړاو مالومات ورکړي او ویلي دي چې دغه ولایت کې د امنیتي ارګانونو ترمنځ پراخه همغږي شتون لري.

ولسمشر د کندهار له امنیتي مسوولینو په ټینګه غوښتي چې د کندهار خلک ناامني نه غواړي او دغه ولایت کې د ناامنیو زیاتېدل د زغم نه ده.

هغه ټینګار کړی چې د هوايي ځواکونو کړنې د ستایلو وړ دي او د هوایي ځواک به لا تجهیز او زیات شي.

ولسمشر امنیتي مسوولینو ته امر کړی چې د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.