ولسمشر: کورني او نړیوال بنسټونه دې د ټاکنو بهیر وڅاري ولسمشر محمد اشرف غني نن ارګ کې د ټاکنو کمېسیون له مسوولینو، د نړیوالې ټولنې له استازو او یو شمېر نورو مسوولینو سره کتلي دي او په ټاکنو یې بحث کړی دی. د هېواد ولسمشر په راتلونکو ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه د استفادې لپاره د بودجې د تدارکاتو پر موضوع د بحث پرمهال لارښوونه کړې چې له ځنډ پرته دې سر له نن څخه د تدارکاتو موضوع پیل شي او د ملي تدارکاتو کمېسیون دې داړتیا وړ پاتې تخنیکي لوازمو د برابرولو پړاوونه بشپړکړي. غونډه کې د مالیې وزارت ژمنه وکړه چې له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ به د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بودجې جزئیات نن نهایي او په هغه کې به د دولت د بودجې او همدارنګه د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو اندازه مشخصه شي. په همدې حال کې ولسمشر غني د ټاکنو پر شفافیت او د ټاکنو په پروسه کې د دولتي مسوولینو پر عدم مداخلې د ټینګار ترڅنګ، د ټاکنو بهیر دقیقه څارنه د ټاکنو پروسې د شفافیت لپاره ارزښتناکه بللې او له نړیوالې ټولنې او د ټاکنو اړوندو بنسټونو څخه یې په ټینګار د ټاکنو پروسې د هر پړاوو د دقیقې څارنې غوښتنه کړې ده.
Leave a Reply