د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ د اعلی سر قوماندانۍ غونډه تېره شپه په ارګ کې جوړه شوې ده
ولسمشر غني د امنیتي بنسټونو د مسوولینو د راپور له اورېدو وروسته هغوی ته امر کړی، چې افغان سرتېري د هېواد د لویو لارو د امنیت تامین ته جدي پاملرنه وکړي او د هېواد په ناامنه ولایتونو کې دې خپل پوځي او چاڼیز عملیات ګړندي او قوي کړي.
ولسمشر پر داسې مهال د لویو لارو د امنیت ټینګښت جدي امر کوي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر لویو لارو کې دولتي کار کوونکي د طالبانو له لوري له موټرو کوز او بیا وژل شوي وي.
Leave a Reply