ولسي جرګه به د اداري پلاوي د بشپړولو په موخه بیا ټاکنې وکړي

د افغانستان د ملي شورا شپږم كالولسي جرګه یوازې د لومړي منشي په ټاکنه بریالې شوه او د اداري پلاوي د نورو څوکیو له پاره ټاکنې دوهم پړاو ته وغځیدې. ولسي جرګې د خپل شپږم امتیازي کال لپاره د اداري پلاوي په ټاکنو کې یوازي عبدالروف انعامی د ولسي جرګې د منشي په توګه وټاکه.

د ولسي جرګې د لومړي مرستیال څوکې ته ظاهر قدیر، میرویس یاسیني، عبدالقادر ځاځی او حفیظ منصور ځانونه نومولي وو، د دوهم مرستیال د څوکې له پاره محمد نذیر احمدزي، عبدالقیوم سجادي او عبدالرحمان رحماني کاندیدان وو، د لومړي منشي څوکی له پاره فریدې حمیدي او عبدالروف انعامي سیالي وکړه، خو د لومړی مرستیالې په نوماندانو کې د ظاهر قدیر او میرویس یاسیني رایې تر نورو ډېرې وې او حفیظ منصور او عبدالقادر ځاځي هر یوه ۲۹ رایې ترلاسه کړې، د لومړي منشي د ټاکلو په سیالې کې عبدالروف انعامي ۱۱۷ رایې خپلې او د لومړي منشي په توګه وټاکل شو.

دغه راز د دوهم منشي د غوره کیدو په ټاکنو کې هم هیڅ یو ونه توانید چې ۱۱۱ رایې ترلاسه کړي. د ولسي جرګې نصاب ۲۲۰ تنه و چې د پنځوس جمع یو پر اساس هر یو کاندید باید ۱۱۱ تایید رایي خپلي کړې وای.

په پام کې ده چې د ولسي جرګې د لومړي مرستیالې له پاره د ظاهر قدیر او میرویس یاسني او د دوهم منشي د غوراوي په موخه د نذیر احمدزي او عبدالقیوم سجادي ترمنځ دوهم پړاو ټاکنې ترسره شي.

دغه راز د ولسي جرګې د دوهم  منشي د غوراوي ټاکنې هم له ورته برخلیک سره مخ شوې او  عرفان الله عرفان، ربابه پرواني او وږمې ساپې ځانونه نوماند کړي و خو عرفان الله عرفان او ربابه پرواني به  چې ډیرې رایې یې وړې وې په دوهم پړاو کې سیالې ته ووځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.