د ۱۳۹۸ کال بودیجه تصویب شوه

د ۱۳۹۸ کال بودیجه تصویب شوه

ولسي جرګې نن د ۱۳۹۸ مالي کال بودیجه په اکثریتو رایو تصویب کړه

د ۱۳۹۸ مالي کال بودیجه تېره ورځ د ولسي جرګې بودیجويي کمېسیون ته وړاندې شوې چې د ولسي جرګې استازو په کې خپلو ولایتونو ته د ونډې اخېستو په هدف چاڼې ووهلې

سږنۍ بودیجه ۴۹ سلنه له کورنیو عوایدو او ۵۱ سلنه نور پر بهرنیو مرسته چمتو شوې ده، چې تېر کال د کورنیو عوایدو د جوړښت کچه ۴۷ سلنه  وه

سږنۍ بودیجه ۳۹۹ میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې، چې ۲۷۵ میلیارده افغانۍ يې عادي او ۱۲۴ میلیارده پراختیايي ده

افغان  حکومت ډاډ ورکړی، چې نږدې کلونو کې به ټوله بودیجه له خپلو کورنیو عوایدو جوړه کړي

Leave a Reply

Your email address will not be published.