ولسي جرګه: د سولې په بېرونۍ غونډو دې بندیز ولګېږي

ولسي جرګه: د سولې په بېرونۍ غونډو دې بندیز ولګېږي

د ولسي جرګې غړو نن له حکومت غوښتي، چې په بهرنیو هېوادونو کې دې د افغان سولې په تړاو ټولې جوړېدونکې ناستې بندې کړي.

د ولسي جرګې غړو ویلي: بهرنیو هېوادونو کې د افغان سولې په تړاو ټولې ناستې او خبرې بې پایلې د ي

د جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي ټینګار کړی چې بهر کې سولې ناستې طالبان اتلان او افغان حکومت کمزوری ښيي.

د ولسي جرګې بل غړي صالح محمد سلجوقي بیا ویلي، د سیمې هېواودنه ځکه له طالبانو سره د افغان حکومت د استازو په نشتون کې خبرې کوي، چې غواړي له دغې ډلې سره اړیکې جوړې کړې او په خپله ګټه يې وکاروي.

ولسي جرګه پر داسې مهال بهرنیو هېوادونو کې له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو د استازو د غونډو بندېدو غوښتنه کوي، چې زلمی خلیلزاد تازه هند ته تللی او له هندي چارواکو سره يې پر افغان سوله بحث کړی و.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هند او چین ته د خپلو پرلپسې سفرونو پر مهال ویلي، چې د سولې هر راز خبرې باید په هر ځای کې د افغانانو په مشرۍ مخ ته لاړې شي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.