ولسي جرګه د کابل د وروستيو پېښو د څېړلو لپاره طرحه جوړوي

ولسي جرګې پريکړه وکړه، چې د کابل د وروستيو پېښو د څېړلو لپاره پخپله يوه طرحه جوړه کړي.
دا پريکړې نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وشوه. د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهيمي وويل، چې په کابل کې د چهارشنبې، جمعې او شنبې د ورځو د پېښو د څېړلو لپاره به د ولسي جرګې پلاوی يوه طرحه جوړوي. ابراهيمي زياته کړه، چې په پلاوي کې به له هر ولايته يو استازی ګډون کوي او خپله طرحه به وروسته له حکومت، معترضینو، په کابل کې د امریکا سفارت، یوناما او اروپايي ټولنې سره شریکوي، څو دغې ستونزې ته د حل لاره پیدا شي.
دا پرېکړه تر هغې وروسته کيږي، چې د کابل د چهارشنبې ورځې په خونړي بريد کې شاوخوا سل کسان ووژل شول او څه د پاسه څلور سوه نور ژوبل شول. تر دې پېښې وروسته د حکومت پر ضد اعتراضونه او لاريونونه پيل شول، چې له امله يې بيا هم ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

Leave a Reply

Your email address will not be published.