ولسي جرګه وایې د نا پيژنده الوتکو له لارې د وسله والو تجهیز د اندښنې وړ دی

د ولسي جرګې غړي وايي د ناپېژانده الوتکو له لارې وسله والو ته د وسلو رسېدل سترې اندېښنې زېږولې دي.
د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې وویل، چې په ځينو ولایتونو کې ناپېژانده الوتکو وسله والو ته وسلې او تجهیزات غورځولي دي چې دا مسله د اندېښنې وړ ده او حکومت یې باید پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
د وکیلانو په وینا افغان حکومت ته په کار ده چې ددغه ډول پېښو په اړه ولس ته ځواب ووايي او معلومه کړي چې دغه وسلې د چا له لوري وسله والو ته ورکول شوې دي. د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهمي وویل، چې روان حالت د یوې سترې او خطرناکې جګړې ښکارندویي کوي چې حکومت یې باید پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
ده زیاته کړې، چې ښايي دغه الوتکې روسۍ وي. د وکیلانو په وینا د حکومت دنده ده، چې د هېواد د هوايي او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وکړي او د هېواد دښمنانو ته اجازه ور نه کړي چې د افغانانو د وژلو لپاره تجهیز شي.
وړمه ورځ دبلخ والي عطا محمد نور هم وویل، چې د شمال په ځينو ولایتونو کې نا پېژانده الوتکو وسله والو ته وسلې کوزې کړې دي خو تر اوسه یې په اړه پوره معلومات نشته دي. هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې څو ځایه خلکو او امنیتي ځواکونو داسې الوتکې لیدلې چې د مخالفینو په سیمو کې وسلې کوزوي، خو حکومت وايي چې په اړه یې پلټنه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.