ولسي جرګه: د سولې له راتګ وړاندې دې امریکایان نه وځي

ولسي جرګه: د سولې له راتګ وړاندې دې امریکایان نه وځي

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي نن د یادې جرګې په عمومي غونډه کې ویلي، تر هغه چې بهرني ځواکونه افغانستان کې د تل پاتې سولې ټینګښت لپاره حکومت ته قوي ضمانت ورنه کړي، نړیوال سرتېري دې له افغانستان څخه نه وځي

ابرهیمي پر طالبانو غږ کړی، که سوله غواړي، نو له افغان حکومت سره دې د خبرو اترو مېز ته کېني

د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو بیا اندېښنه ښودلې چې امریکایان تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي افغان ځمکنی او هوايي پوځ په بشپړ ډول سمبال کړي

دوی اندېښنه ښودلې، که امریکایان ووځي او د افغان سرتېرو روزنه همداسې پاتې شي، ممکن د افغانستان  وضعیت پېچلی شي

Leave a Reply

Your email address will not be published.