ووټل: سیمه ییز هېوادونه دې ترهګرۍ ضد عملي ګامونه پورته کړي

ووټل: سیمه ییز هېوادونه دې ترهګرۍ ضد عملي ګامونه پورته کړي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، تېره ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال جوزف ووټل سره لیدلي دي.

حمدالله محب له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د وسله وال پوځ د تقویت او تجټولې ليکنېهیز برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو همکاري ستایلې ده.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار د خلیلزاد په مشرۍ د سولې مذاکراتو بحث کې د امریکا د متحدو ایالتونو  له آسانچاري نقش مننه کړې. دواړو خواوو همدا راز  په امنیتي مسایلو هم بحث کړی دی.

په دې لیدنه کې جنرال جوزف ووټل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره د ملاتړ اعلان سربېره ویلي: امریکا متحده ایالات به د افغانستان د خلکو او حکومت په خوا کې پاتې شي.

ښاغلي ووټل ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه باید ترهګرۍ سره مبارزه کې عملي ګامونه پورته کړي او امریکا متحده ایالات به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي

په همدې حال کې جوزف ووټل تیره ورځ له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي او د سولې پروسې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او پیاوړتیا او د تروریزم پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه یې خبرې کړي دي.

ووټل ویلي، اوسنی ماموریت او کاري دوره یې پای ته رسېدلې او پر ځای به یې داسې څوک راشي چې د افغانستان له شرایطو سره بلد وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.