ووټل: له افغانستان ۱۴۰۰ سرتېري کاږو

ووټل: له افغانستان ۱۴۰۰ سرتېري کاږو

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندې مشر جنرال جوزېف ووټل ویلي: له افغانستان څخه خپل ۱۴۰۰ سرتېري بهر کوي.

هغه له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ټینګار کړی چې غواړي دغه شمېر سرتېري له افغانستان څخه بهر کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د افغانستان وضعیت ارزولی دی او له ارزونې وروسته یې دغه پرېکړه کړې ده.

مېلر ووټل ته ویلي چې د سرتېرو وتل به د افغانستان په وضعیت منفي تاثیر ونه کړي

د نوموړي په وینا، دا کار يې د مصارفو د راکمولو په خاطر کړی دی

مېلر تېره ورځ هرات ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې د افغان ځواکونو وړتیاوې په بېساري ډول زیاتې شوي دي.

له دې وړاندې د امریکا د فاع وزیر ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.