وکیلان: د ولسي جرګې رییس یو کمزوری مدیر دی

وکیلان: د ولسي جرګې رییس یو کمزوری مدیر دی

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دې جرګې د اداري پلاوي په کمزوري مدیریت نیوکه کوي

ولسي جرګه کې د کندهار ولایت د خلکو استازې ګلالۍ اسحق زۍ ویلي، د ولسي جرګې د ادراي پلاوي په ځانګړې توګه د رییس مدیریتي کمزورتیا د پوښتنې وړ ده، ځکه نه شی کولای د جرګې دننه ټاکنې مدیریت کړي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني بیا څرګنده کړې چې د وکیلانو ترمنځ ناندرۍ ددې لامل شوي چې دننه تالار کې ستونزې زیاتې شي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی لا هم نه دی بشپړ، زیاتره وکیلانو ځانونه مالي بودیجوي، کورني امنیت او مخابراتو کمېسیونونو ته نوماند کړي دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.